Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

اِرشاد اُوفرمائيلو : اے جِبرِيل مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم له ورشه او هغوئي ته اُووايه : نزدې به مونږه تا لره ستا د اُمَّت په باره کښې راضي کوو او په دې معامله کښې به تا نه خفه کوو. [1]

      حضرت مُفتي احمد يار خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاک لاندې ليکي : د دوو محبوب نبيانو د شفاعت ذِکر ئې چې اولوستلو نو د الله پاک د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د رحمت درياب په جوش کښې راغے ، خپل ګنهګار اُمَّت ورياد شو او هغه وخت ئې شفاعت اوکړلو. معلومه شوه چې [بنده] په قرآنِ پاک کښې د څنګه آيت تلاوت اوکړي هُم د هغې په شان دُعا دِ اوکړي ، دا د رَسُولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سُنَّت دي. د دُعا په وخت کښې ژړل د قَبولِيَّت نښه ده ، نو بيا د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژړا او د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوښکې سُبْحٰنَ الله! د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ژړا زمونږه د خندا او خوشحالئ ذريعه ده ، چې وريځې ژاړي نو چمن خاندي. او الله پاک به فرمائي اے محبوب! د خپل اُمَّت مُتَعَلِّق چې به ته څه غواړې او وائې مونږ به هُم هغه کوو.

      په حديثونو کښې دي چې په دې باندې حضور نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عرض اوکړو : ستا په عِزَّت مې دِ قَسَم وي! زه به تر هغې پورې نه راضي کيږم تر څو پورې چې زما يو اُمَّـتِی هُم په دوزخ کښې وي. الله پاک دِ اوکړي چې مونږه په اُمَّت کښې پاتې شو.


 

 



[1]   مسلم ، کتاب  الایمان ، باب دعاء النبی لاُمّتہ وبکائہ شفقة علیھم ، ص۱۳۰ ، حدیث : ۲۰۲