Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

      د حضرت اِبراهِيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام او حضرت عيسیٰ عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام په شفاعت او زمونږ د خوږ آقا مَکِّـي مَدَني مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په شفاعت کښې ډير فرق دے “ زمونږ د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شفاعت واضح دے ، زمونږ خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت نوم واخستو او تفصلي شفاعت  ئې اوکړو چې که ګنهګار هُم وي خو چې زما اُمَّـتِی وي مغفرت ئې اوکړې او په دې شفاعت کښې اګر مګر نشته يقين سره دُعا ده چې [يا الله] ضرور ئې اوبخښې د دې حديث شريف نه د حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لوئي شان ، په اُمَّت باندې لوئي کرم او د اُمَّتِ محمديه ډير خوش نصيب کيدل معلوم شو. ټول بندګان د الله پاک رضا غواړي ، الله پاک حضور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوشحالول غواړي.

خدا کی رضا چاہتے ہیں دو عالم خدا چاہتا ہے رضائے مُحَمَّد[1]

     اللہ پاک په قرآنِ کریم کښې ارشاد فرمائي :

وَ لَسَوْفَ یُعْطِیْكَ رَبُّكَ فَتَرْضٰىؕ(۵)  (پ۳۰ ، الضحیٰ : ۵)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او نزدې ده چې ستا رب به تا ته دومره درکړي چې ته به راضي شې.[2]

      تفسير خزائنُ الْعرفان کښې د دې آيتِ مبارک لاندې ليکي : د اللہ پاک د خپل حبیب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سرہ دا کریمان وعدہ ټولو نعمتونو ته شامله ده کوم چې دُنيا کښې هغوئي ته ورکړے شو او دا آيتِ کريمه په ډير واضحه


 

 



[1]   مرآۃ المناجیح ، ۷ / ۴٢۶ ، بتغیر ..

[2]     حدائق بخشش ، ۴۹