Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

کوزلو نه پس د ټولو نه آخره کښې د قبرِ انور نه بهر راغلے وو ، د هغوئي بيان دے چې هُم زه هغه آخري کس يم چا چې د دواړو جهانو د سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مخ مبارک په قبر کښې ليدلے وو ، ما اوليدل چې د حضورِ انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شونډې مبارکې په قبرِ انور کښې خوزيدلې ، ما د الله پاک د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خُلې مبارکې ته غوږ نزدې کړو نو ما واوريدل چې حُضُورِ انور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيل : ربِّ اُمَّـتِی ربِّ اُمَّـتِی يا رب! زما اُمَّت ، يا رب! زما اُمَّت.[1]

    يو بل فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ : د الله پاک آخري نبي مَکِّـي مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائيلے دے : چې کلي زه وفات شم نو زه به په خپل قبر کښې هميشه دا وايم : يا ربِّ اُمَّـتِی اُمَّـتِی اے زما رَبـه! زما اُمَّت ، زما اُمَّت تر دې چې دويم صُور به اُوپوکلے شي.[2]

      اعلٰى حضرت اِمامِ اهلِسُنّت مولانا شاه اِمام اَحمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بارګاهِ رِسالت کښې څه ښکلے عرض کوي :

جنھیں مر قد میں تا حشر اُ مّتی کہہ کر پکارو گے

ہمیں بھی یاد کر لو اُن میں صدقہ اپنی رَحمت کا[3]


 

 



[1]   مدارج النبوۃ ، ۲ / ۴۴۲

[2]    کنزالعمال ، کتاب القیامۃ ، الشفاعۃ ، الحدیث : ۳۹۱۰۸ ، ج۷ ، الجزء : ۱۴ ، ص۱۷۸ ، مدارج النبوۃ ، ج۲ ، ص۴۴۲

[3]     حکایتیں اور نصیحتیں ، ۲۵۵