Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل وِلادتِ مبارَكه نه واخله تر وصالِ ظاهري پورې او د هغې نه پس بيا ټوله زمانه كښې په خپل اُمَت باندې مسلسل رحم او شَفقَت فرمائيلے دے او اوس هم دا سلسله جاري ده ، د پيدائش په وخت كښې هم خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم  مونږ اُمَّتيان ياد كړي يو ، د معراج په شپه ئې هم د الله پاك په بارګاه كښې ياد ساتلي يو ، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت سره محبت اوګورئ چې صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرضوان عرض اوکړو : يارسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دُعا اوكړئ چه الله پاک مشركان هلاك كړي. هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل : زه لعنت كوونكے نه يم راليږلے شوے زه خو رحمت جوړ كړے شوے راليږلے شوے يم.

 د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت سره محبت اوګورئ چې صحابۀ كرامو عَلَيْهِمُ الرضوان عرض اوکړو : يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! د ثقيف غشو مونږه اوسيزلو ، هغوئي ته ښيرے اوكړئ. زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله په بارګاه كښې دُعا اوكړه! اے زما رَبـه! ثقيف ته هدايت وركړې.

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت سره محبت اوګورئ چې يو صحابي رَضِیَ الله عَنْه د خپل قوم شكايت اوكړو او د هغوئي د پاره ئې د ښيرو كولو خواهش ښكاره كړو ، رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د الله پاك په بارګاه كښې دُعا اوكړه : اے زما رحيمه ربه! قبيلۀ دُوس ته هدايت عطا كړې او هغوئي دلته راولے.

د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت سره محبت اوګورئ چې په جنګِ اُحُد