Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

كښې كافرانو د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تره ، د شهيدانو سردار حضرتِ سَيِّدُنا امير حمزه رَضِیَ الله عَنْه شهيد كړو او پخپله د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم غاښونه مبارك په كانړي اولګيدل ، د مخ مبارك نه ئې وينه مبارکه صفا كوله خو بيا ئې هم دُعا كوله : يا الله! زما قوم ته هدايت وركړې دوئي نه پوهيږي. د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اُمَّت سره محبت اوګورئ چې په طائف كښې هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) په كانړو اُووِيشتلے شو ، ماشومان او شرارتيان خلق ئې ورپسے کړل ، دواړه ښپے مباركې ئې په وينو سرے شوې ، جبريلِ امين عليهِ السَّلام د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او عرض ئې اوکړو : اجازت راکړئ چې په دې آبادئ باندې خوا و شا دواړه غرونه را اُوغورزوو او هلاك ئې كړو خو خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو : زه نه غواړم چې دا خلق هلاك شي بلكه زه خو د خپل رب نه دا اُميد لرم او د دې خبرې طلب لرم چې الله پاك دِ د دوئي په نسلونو كښې داسې خلق پيدا كړي چې هغوئي د الله پاك د يو كيدلو اقرار اوكړي. 

اے عاشقانِ رسول! مبارك مو شه چې زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د كانړو ويشتلو والؤ هلاك كيدل نه خوښوي نو زمونږه دوزخ ته تلل به څنګه خوښ كړي؟ 

خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّت سره دومره محبت کوي چې هغوئي په يو مقام كښې هم خپل اُمَّت نه دے هير كړے.