Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir
نه اعلٰى جنَّت جَنَّتُ الفِردَوس كښې اوسيږي. رسولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره ډيره مينه كوي ، په دې وجه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خواهش وو چې هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) خپل اُمَّت د خپل نظر لاندې اوساتي.[1]
اے عاشقانِ رسول! تاسو اوليدل! چې زمونږ خوږ آقا رسولِ كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره څومره ډيره مينه كوي ، او څومره فكر ئې لري چې صبا د قيامت په ورځ هم خپل اُمَّت په جَنَّت كښې د خپل نظر لاندې ساتي او په دې جنتونو كښې د ټولو نه اعلٰى جنَّت جَنَّتُ الفِردَوس كښې به اوسيږي.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! كوم محبوب كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې زمونږ د پاره په دُنيا كښې دُعاګانې غواړي ، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دُنيا كښې هم زمونږ د پاره رحمت دے او د قيامت په ورځ به هُم زمونږ شفاعت كوي ، په خپل اُمَّت دومره مهربانه دے چې په قبرِ انور كښې ئې هُم د خُلې مبارکې نه د رَبِّ اُمَّتِـى رَبِّ اُمَّتِـى آواز راتللو نو مونږ له هم پکار دي چې د هغوئي سره د عشق ښكاره كولو سره سره د هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) په سُنَّتو هُم عمل اوکړو خو حالت دا دے چې مونږه په قِسما قِسم فيشنونو كښې اخته شوي يو او د سُنَّتو نه ډير لرې شوي يو.
د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې د لـمانځه په باره كښې چې
[1] الابريز ، الباب الحادی عشر فی الجنة...الخ ، من خصائص اُمّته صَلَّی اللّٰہُ عَلَیْہِ وَاٰلہٖ وَسَلَّم فی الجنة ، ۲ / ۲۲۴.