Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي چې لـمونځ زما د سترګو يخ والے دے چې د دې په ادا كولو كښې كوتاهي اونكړو. د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې يو موټے ګيره پريږدو ، د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې د سر تور سر ګرځيدلو په ځائے مو د عمامے تاج په سر وے ، د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې په خوفِ خُدا او عشقِ رسول (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) كښې مو اوښكي روانې وے ، د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې د حرامو خوړلو نه مو ځان بچ ساتلے ، د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې د سود نه مو ځان ساتلے وے ، د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې د رشوت د لين دَين نه مو ځان محفوظه كړے وے ، د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې د غِيبَت ، چُغلئ ، دروغو او نورو بدو عملونو نه مو د بچ کيدلو كوشش كړے وے ، د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې مسلمانانو ته دوكه وركولو او ظُلم و ستم نه ځان اُوساتو ، د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې د مور و پلار نافرماني مو نه کولے ، د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې په سوشل ميډيا او نورو ذريعو مو ځان د حرامو كتلو نه ساتلے وے ، د عشقِ رسول تقاضه خو دا ده چې د خپل ژوند انداز مو د سنتو مطابق جوړ كړے وے.

خو افسوس! زمونږ د عشقِ رسول دعوٰى صرف د وينا د حده پورې ده عمل پرې نشته ، اے كاش! مونږه په حقيقي معنو كښې عاشقِ رسول جوړ شو او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خوږو خوږو سنتو باندې عمل کوونکي جوړ شو. زمونږه بُزُرګانِ دين خو د خوږ آقا د مبارکو اداګانو داسې پابند