Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

وو چې د هغوئي په نِزد به يو سُنَّت په هيره پاتې كيدل هم قابِلِ كَفَّاره وو.

د سُنَّت قدردان

په كيميائے سعادت كښې دي : يو بُزرګ يو ځل د سُنَّت مطابق د ښي څپلئ په ښپو كولو په ځائے په بے خيالئ كښې ګڅه څپلئ په ښپو كړه نو د دې سُنَّت په پاتې كيدلو باندې ډير غمژن شو او د دې په بدله كښې ئې د غنمو دوه بورئ خيرات كړې.

اے عاشقانِ رسول! دا د الله والؤ حِصَّه وه. كاش! مونږ ته هم د خپلو بُزُرګانو په طريقو  باندې د عمل کولو سعادت را نصيب شي.[1]

په سُنَّت باندې د عمل جذبه

يو ځل حضرت سَيِّدُنا ابوبكر شبلي بَغدادي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د اوداسه په وخت كښې د مِسواك ضرورت شو ، تلاش ئې كړو خو پيدا نه شو ، لِهٰذا په يو دِينار (يعني د سرو زَرو په سِيكه) ئې مسواك واخستلو او استعمال ئې كړو. بعضې خلقو اووئيل : دا خو تاسو ډيره زياته خرچه اوكړه! دومره ګران مِسواك هُم ګنې څوک اخلي؟ هغوئي اوفرمائيل : بيشكه دا دُنيا او د دې دُنيا ټول څيزونه د الله پاك په نِزد د يو ماشي د وَزر برابر هم نه دي ، كه د قيامت په ورځ الله پاك زما نه تپوس اوكړي چې تا زما د محبوب (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) سُنَّت مِسواك ولے پريښودے وو؟  كوم مال و دولت چې ما تا ته دركړے وو ، د هغے حقيقت خو زما په نِزد د ماشي د وَزَر همره هم نه


 

 



[1]   فیضانِ سنّت ، ص ۴۶۲