Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

شي. د ماسخُتن لمُونځ ناوخته ادا كولو نه ئې منع اوفرمائيله چې چرته زما په اُمَّت باندې لازم نه شي ګنې هغوئي به په مشقت كښې پريوځي. پرله پسے [يعني مسلسل] روژو نيولو نه ئې ځکه منع اوفرمائيله چې اُمَّت په مشقت كښې پرينوځي. دغسې چې كله به هغوئي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ته په دوو مُعامَلاتو كښې اختيار وركړے شو نو په كومه كښې به چې آساني وه هغه به ئې اختيار كړه چې اُمَّت په هغے عمل اوكړي او په مشقت كښې اخته نه شي. ([1])

او په اُمَّت باندې د هغوئي مهرباني خو اوګورئ چې :

حضرت جابِر رَضِیَ الله عَنْه روايت كوي چې خوږ آقا نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي : زما او زما د اُمَّت حال د هغه كس په شان دے چا چې اور بل كړے وو او مُلخان او پتنګان په هغے كښې لويدل شروع شو نو هغه كس هغه مُلخان او پتنګان په اور كښې د لويدلو نه بچ كولو د پاره لرې كول. زما هم حالت دا دے چې زه هم تاسو د ملا نه نيسم د اور نه مو بچ كووم او تاسو زما د لاس نه ځان خلاصوئ او په اور كښې لويدل غواړئ. [2] 

اے عاشقانِ رسول! لږ تَصَوُّر اوكړئ چې زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مونږه څومره مهربانه دے ، هغوئي مونږه د اور نه بچ كوي او مونږه په


 

 



[1]صحیح البخاری ، کتاب الادب ، باب قول النبی : یسروا ولاتعسروا ، الحدیث : ۶۱۲۶ ، ج۴ ، ص۱۳۳.

[2]   صحیح مسلم ، باب شفقتہ علی اُمّتہ...الخ ، الحدیث : ۲۲۸۵ ، ص۱۲۵۴.