Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

هغے كښې لويدل غواړو.

فرمانِ مصطفٰى خو دا دے چې دروغ جهنم ته بوتلونكے كار دے خو زمونږ خبرې د دروغو نه شروع كيږي او په دروغو ختميږي ، د خوږ نبي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) ارشاد خو دا دے چې ځناور په خپل مينځ کښې جنګول جهنم ته بوتلونكے عمل دے خو مونږه په ډير شوق ځناور [چرګان ، زرکان ، مړَزان ، سپي وغيره] جنګوو او د هغے تماشا ګورو ، فرمان مصطفٰى خو دا دے چې مسلمانان يَرَول جهنم ته بوتلونكے كار دے خو مونږ ته د مسلمانانو په يَرَولو او تنګولو كښې سکون ملاويږي. فرمان مصطفٰى خو دا دے چې په ظُلم کښې د چا مدد كول جهنم ته بوتلونكے كار دے خو مونږه د ګناهونو په کارونو کښې د خلقو مدد كول فخر ګنړو. فرمان مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو دا دے چې شراب څښل ، په بل څښل ، خرڅول ، اخستل ، چا له [شراب] په لاس [وغيره] کښې ورکول جهنم ته بوتلونكے عمل دے خو مونږه په شوق سره داسې كارونه كوو. فرمانِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو دا دے چې مسلمانانو ته دوكه وركول ، ظُلم كول ، د هغوئي رازونه بل ته ښكاره كول جهنم ته بوتلونكي كارونه دي خو مونږه په دوكه مال ګټو ، په خلقو ظُلم کوو او ناحقه د هغوئي مال خورو او د نورو رازونه خلقو ته ښكاره كوو او مزے اخلو. فرمان مصطفٰى خو دا دے چې د خلقو كورونو ته دننه كتل ، په پټه خبرې اوريدل او په امانت كښې خيانت كول جهنم ته بوتلونكي كارونه دي خو زمونږه سترګې كورونو كښې د كتلو عادت