Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir
شوي دي ، د ريكارډنګ په ذريعه د خلقو خبرې اوريدل زمونږه شوق او په امانت كښې خيانت كول زمونږه عادت دے.
اے عاشقانِ رسول! لږ غور اوكړئ مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اُمَّتيان يُو ، هغوئي په مونږه مهربانه ، زمونږ د ګناهونو د بخښنې د پاره ئې خپل ربّ تعالٰى ته ډيرې ډيرې ژړاګانې کړي دي او مونږه د ګناهونو نه ډډه نه كوو ، هغوئي مونږه د جَهنَّم نه بچ كوي او مونږه جهنم ته بوتلونكي اعمال اختياروو. دا محبت نه دے بلكه د خپل خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زړه خفه كول دي ، دا د رسولِ كريم سره عشق نه دے بلكه د هغوئي په فرامينو عمل نه كول دي.
راځئ! مونږه نِيَّت اوکړو چې مونږ به د ګناهونو نه د بچ كيدلو كوشش كوو. مونږ به د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سنتو د عمل كولو كوشش كوو ، پخپله به هم د نيك جوړيدلو کوشش کوو او نورو ته به هم د نيکۍ دعوت ورکوو. اِنْ شَــآءالـلّٰـه
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو خوږو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښ د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو سعادت حاصلووم. تاجدارِ رِسالت ، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ تَعَالٰى عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائي : ’’چا چې زما د سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به په جنّت کښې زما سره وي.‘‘