Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو : فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم : “ نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ “ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل : نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
* ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرې پورې بيان واورئ * پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ * كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د بيان موضوع ده “ د آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمّت سره مَحبَّت “ په دې بيان کښې به مونږه د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره د مَحبَّت ښکلي ښکلي حديثونه او واقعات اورو ، لِـهذا تَوجُّه سره د اول نه تر آخرې پورې د بيان اوريدلو نِيَّت اوکړئ.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد