Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

نه ده د ګناهونو سزا به په دُنيا کښې راکولے کيږي او که په آخرت کښې. خو د رحمتونو والا خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت پريشاني چرته ګواره کولے شوه ، د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رحمت آواز اوکړو چې پريشانه کيږه مه نه به په دُنيا کښې درکولے کيږي او نه په آخرت کښې.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      سُبْحٰنَ الله!  لږ سوچ خو کړئ چې حُضُورِ انور شافِعِ مَحشر صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زمونږ سره څومره مَحبَّت کوي چې کوم مِنبر به د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د پاره لګولے کيږي په هغې به نه تشريف فرما کيږي بلکه د خپلو اُمَّتيانو د پاره به پريشانه وي او هغوئي ته به د مصيبتونو نه نجات ورکوي او جَنَّت ته به ئې داخلوي. د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سلوک به دا وي چې زمونږ په يو آواز به فوراً زمونږ مدد کوي خو بل طرف ته زمونږ معامله دا ده چې مونږه د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په فرمان باندې د عمل کولو نه ډډه کوو.

تری وحشتوں سے اے دل مجھے کیوں نہ عار آئے

توا نہیں سے دور بھاگے جنہیں تجھ پہ پیار آئے[1]

      زمونږ خوږ آقا مَکِّـي مَدَني مُصطَفىٰ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو مونږ ته نزدې خپلوانو سره د صِلۀ رِحمي حُکم فرمائي ، خو زمونږ عمل دا دے چې مونږ د تعلقاتو نورو ښو کولو په ځائے په وړو  وړو خبرو تعلقات ماتوو.


 

 



[1]     ذوقِ نعت ، ص۲۴۲