Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

* زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو دا فرمائي چې څوک ستا سره تَعَلُّق پريږدي ، ته هغه سره تَعَلُّق جوړ کړه ، څوک چې درسره بد سُلوک اوکړي ته هغه سره ښه سُلوک اوکړه خو زمونږه عمل د دې خلاف دے * زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو د ګاونډيانو دومره حُقُوق بيان کړي دي چې د يو صحابي شک پيدا شو چې چرې ګاونډيان په وراثَت کښې حِصَّه دار جوړ نه ګړے شي ، خو زمونږه طرزِ عمل دا دے چې د خپلو ګاونډيانو هيڅ خبر نه اخلو * نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو د لـمانځه په باره کښې فرمائي چې لـمونځ زما د سترګو يخوالے دے ، خو زمونږه حالت دومره خراب شوے دے چې د جُمات نه راتلونکے پينځه وخته د اذان آوازونه اورو خو جُمات طرف ته زمونږه قدم نه اوچتيږي ، کله د سستئ په وجه او کله پکښې دُکانداري رُکاوټ جوړه شي.

  اے عاشقانِ رَسُول! د مَحبَّت خپل څه اُصول وي ، مَحبَّت د دواړو طرف نه د کيدلو تقاضه کوي خو افسوس! چې زمونږه په مَحبَّت کښې کمي دا ده چې رَسُولِ پاک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو زمونږ سره دومره مَحبَّت کوي چې په دُنيا کښې به ئې هُم په ژبه مبارکه اُمَّتي اُمَّتي وو ، په خپل قبر مبارک کښې هُم اُمَّتي اُمَّتي وائي او صبا د قيامت په ورځ به ئې هُم په ژبه مبارکه اُمَّتي اُمَّتي وي ، او مونږه په خُله خو د مَحبَّت دعویٰ کوو خو زمونږه کردار زمونږ د الفاظو خلاف دے ، مونږ دعویٰ خو دا کوو چې د رَسُول په غلامئ کښې ، ځا مو قربان دے خو په سُنَّتِ رَسُول باندې د عمل کولو ذهن نه لرو. د عِلمِ