Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

دِين زده کولو او ښودولو د پاره راسره وخت نه وي. ياد ساتئ! څوک چې د چا سره مَحبَّت کوي ، د هغه ښودلي هره خبره د پوره کولو کوشش کوي ، د هغه د انداز خپلولو کوشش هُم کوي.

 اے عاشقانِ رَسُول! د مَحبَّتِ رَسُول تقاضه دا ده چې په فرائضو او واجباتو باندې عمل کولو سره سره د آقا کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په سُنَّتو باندې عمل هُم اوکړے شي ، چې هر وخت مو په ژبه د حُضُور تذکره وي او زړه مو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ياد کښې بے قراره اوسي ، سحر ماښام مو په ژبه د دُرُود و سلام ترانے وي. چې کله داسې شو نو بيا به دُنيا هُم ښه شي او آخرت به مو ښه شي.

  خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د داسې سوچ او جذبه حاصلولو د پاره هر وخت د دعوتِ اسلامي مَدَني ماحول سره خپل تَعَلُّق مضبوط ساتئ ، اِنْ شَــآءالـلّٰـه د مَدَني ماحول په بَرَكت به خوفِ خُدا درنصيب شي ، د مَدَني ماحول په بَرَكت به د عِشقِ رَسُول دولت درنصيب شي ، د مَدَني ماحول په بَرَكت به زمونږه نسلونو ته هُم په عِشقِ رَسُول کښې ژړيدل نصيب شي اِنْ شَــآءالـلّٰـه.

   اے عاشقانِ مِيلاد! اَلْحَمْدُ لِلّٰه مونږ چې د کوم آ قا و مولا ، مَکِّـي مَدَني مُصطَفىٰ جَشنِ وِلادَت مناو کړے دے ، نن مونږه د هُم هغه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره د مَحبَّت په باره کښې د بيان اوريدلو سعادت حاصلوو.

      زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت د يو يو کس سره د ډير