Faizan e Rabi Ul Akhir

Book Name:Faizan e Rabi Ul Akhir

زيات مَحبَّت او د هغوئي د نجات او مغفرت د فِکر او د شفقت او رحمت په کيفيت باندې قرآنِ کريم کښې د الله پاک دا فرمان ګواه دے.

      چنانچه سُوْرَةُ التَّوْبہ سيپاره 11 آيت نمبر 128 کښې اِرشاد کيږي :

لَقَدْ جَآءَكُمْ رَسُوْلٌ مِّنْ اَنْفُسِكُمْ عَزِیْزٌ عَلَیْهِ مَا عَنِتُّمْ حَرِیْصٌ عَلَیْكُمْ بِالْمُؤْمِنِیْنَ رَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ(۱۲۸)

[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : بے شکه تاسو ته تشريف دروړلو ستاسو نه هغه رسول په چا چې ستاسو مشقَّت کښې پريوتل ګران دي ، ستاسو د ښيګړې ډير زيات غوښتونکے ، په مسلمانانو باندې کمال مهربان مهربان.

      په تفسير صِراطُ الْجِنان کښې دي : يعني اے د عرب خلقو! بيشکه تاسو ته ستاسو نه د الله پاک عظيم رَسُول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم تشريف دروړلو چې عربي او قَرَشي دے. تاسو ته د هغوئي حسب او نسب معلوم دے چې هغوئي په تاسو کښې د ټولو نه اوچت نسب والا دے. تاسو ته د هغوئي صِدق و امانت ، زُهد و تقویٰ ، طهارت او پاکيزګي او اخلاقِ حميده هُم ډير ښه معلوم دي. هغوئي داسې رَسُول دے چې ستاسو په مشَقَّت کښې پريوتل بالخصوص د الله د عذاب په مشَقَّت کښې پريوتل په هغوئي ډير ګران تيريږي. هغوئي د هُم دغې [تکليفونو] لرې کولو د پاره راليږلے شوے دے ، او په دُنيا او آخرت کښې تاسو ته د ښيګړو حاصليدلو حِرص لري. په دې آيت کښې الله پاک خپل حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دوو نومونو مُشرف کړے دے. دا د حُضُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لوئي عِزَّت دے. سرکارِ دوعالَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په دُنيا کښې هُم رَءُوْف و  رَحِيْم دے