Maut Ki yad Kay Fazail

Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

اووينې نو د هغه سره د اوګږدې مودے پورې د اوسيدلو باوُجود به ته د هغه نه اُويَريږې كه ته د هغه قبر د دننه نه اووينې چې په هغې كښې چينجي ګرځي او بدن ئې خوري، نَوونه ترينه بهيږي، او سخته بدبوئي ترينه خيژي او كفن ئې هم وروست شوے وي، هائے هائے! غور خو اوكړه! دغه مړے چې څه وخت ژوندے وو نو ښكلے وو، ښه خوشبو به ئې استعمالوله، ښے جامې به ئې اغوستلې. راوي وائي: چې د دې وينا سره د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زړه نرم شو، يوه چغه ئې اووهله او بے هوشه شو. [1]

      اے عاشقان رسول! لږ غور اوكړئ! زمونږه بُزُرګانِ دين به مرګ څومره زيات يادولو او د مرګ د ويرې نه به په لړزان وو. خو زمونږه حالت دا دے چې مونږه مرګ هير كړے دے، مونږه هره ورځ د مړو جنازے وينو خو بيا هم د غفلت نه نه بيداريږو. اَمِيرِ اهلسنت دامت بركاتهم العاليه د مرګ په ياد کښي فرمائي:  

           اے عاشقانِ رسُول! افسوس په كروړونو افسوس! مونږه په خپلو سترګو وينو چې هره ورځ مړي خخيږي خو دا رانه هير وي چې مونږه به هم يوه ورځ قبر ته كوز كړے شو. آه! زمونږه حالت خو دا دے چې كه د شپې بجلي لاړه شي نو هم يَريږو خصوصاً چې کله يواځې يُو نو د تيَارو نه ډير زيات يريږو، خو هائے هائے! د دې باوُجود د قبر د خوفناكې تكې تورې تِيارے هيڅ اِحساس نه لرو. لـمونځونه مونږ نه كوو. د رَمَضَانُ الْمُبَارَك روژې نه نيسو، د فرض كيدو باوُجود زكوٰة پوره نه ادا كوو، د مور و پلار حُقُوق نه ادا كوو، آه! شپې او ورځې مو په ګناهونو كښ تيريږي، يقيناً د مرګ يو وخت مُقَرَّر دے د هغې نه بچ كيدل ممكن نه دي، كه دغسې په ګناهونو كولو كښې مو ناڅاپه مرګ راشي او د قبر كندې ته كوز كړے شو نو معلومه نه ده چې زمونږه د قبر وړومبئ شپه به


 

 



[1]       احیاء العلوم، کتاب ذکر الموت وما بعدہ، الباب الاول  فی ذکر الموت...الخ،۴/ ۵۴۴