Maut Ki yad Kay Fazail

Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

     حُجَّةُ الاسلام حضرت سَيِّدُنا امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ځنكدن د تكليف سختي او د هغې د حالتونو منظر كشي كولو کښي فرمائي: ځنكدن د هغه تكليف نوم دے كوم چې براهِ راست په روح نازليږي او ټول اندامونه راګيروي. تر دې چې د روح هغه حصه هم تكليف محسوسوي كومه چې په بدن کښي د ټولو نه دننه ده. او بيا دا تكليفونه په ټول بدن كښې خواره شي چې د هر هر رګ، پټې او اندام نه روح راښکلے کيږي،  د سر د هر ويښته د جرړې نه، تر دې چې د سر نه واخله ښپو پورې به د څرمنې د هرې حِصے نه روح ويستلے كيږي، د هغه وخت د تكليف او درد اندازه څوك لګولے شي.

     بُزُرګانِ دين خو د دې پورې فرمائيلي دي چې د مرګ تكليف د تُورې د وار، د ارے د څيرولو او د قينچئ د كټ كولو نه هم زيات دے ځكه چې كله د تُورې وار په بدن اوشي نو بدن ته تكليف په دې وجه محسوسيږي چې د بدن د روح سره تعلق قائم دے. نو بيا اندازه اوكړئ چې هغه وخت به څومره تكليف وي چې كله توره رسا په روح ګُزار اوکړي؟ چې څوك په توره زخمي كړے شي نو هغه مدد غوښتلے شي، چغه وهلے شي، ځكه چې د هغه په ژبه او بدن كښې طاقت موجود وي، او د مړي آواز او چغې وهل د تكليف په وجه ختم شي ځكه چې د مرګ تكليف هغه وخت په زړه غلبه حاصله کړي، د مرګ تكليف د ټول بدن نه طاقت واخلي او هره حصه كمزورې كړي، د مرګ تكليف ژبه چاړئ كړي او د باقي بدن حصے بے دَمه كړي، هم دغه وجه ده چې كه يو كس د ځنكدن په وخت كښے ژړيدل غواړي، چغه وهل غواړي، مدد غوښتل غواړي نو بيا هم داسې نه شي كولے او كه څه طاقت پاتې هم وي نو هغه وخت د مرئ او سينے نه د [حلال کړي] غوئي د خريدلو په شان آواز را اوځي، رنګ ئې خورين شي يعني د خاورې نه جوړ شوے دے نو د مرګ په وخت