Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail
نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
* د الله پاک د رضا د پاره به د شروع نه تر آخره پورې تَوجُّه سره بيان اورم * كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو صبر به کووم، د نښتلو او بحث كولو نه به ځان ساتم. * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به په ادب کښينم * د بيان اَهم نُکات به بيا نورو ته هُم بيانووم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
حضرت سَيِّدُنا سالِم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: يو ځل د مُلكِ رُوم نه يو څو قاصدان د حضرت سَيِّدُنا عُمر بِن عَبدُ العزيز رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ملاقات ته راغلل نو دوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورته اوفرمائيل: چې كله تاسو يو کس خپل بادشاه جوړوئ نو د هغه څه حال وي؟ هغوئي اووئيل: چې كله مونږه څوك خپل بادشاه جوړوو نو د هغه خوا ته يو قبر كنستلو والا راشي او ورته وائي: اے بادشاه! الله پاك دِ ستاسو اصلاح اوفرمائي! كله چې ستاسو نه مخكښنے بادشاه په تخت کښيناستلو نو هغه ما ته حكم اوكړو چې: زما قبر به داسې جوړوئ او ما به داسې خخوئ بيا قبر تيار كړے شو. بيا ورله كفن خرڅولو والا راشي او ورته وائي: اے بادشاه! الله پاك دِ ستا اصلاح اوفرمائي: كله چې ستاسو نه مخكښنے بادشاه جوړ شو نو هغه د مرګ نه مخكښې خپل كفن، خوشبو او كافُور وغيره واخستل،