Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail
اميرِ اهلسنت نكات * د مدني مذاكرے متعلق د مركزي مجلس شورٰى نكات * د مدني مذاكرے 26 نكات * د مدني مذاكرے شرعي او تنظيمي احتياطونه وغيره
راځئ چې د ترغيب د پاره يو مدني سپرلے واورو او پابندئ سره په مدني مذاكره كښې د شركت كولو نِيَّت اوكړو چنانچه
د واه كينټ (پنجاب پاكستان) يو اسلامي ورور په ډيرو بدو كښې اخته وو، يوه ورځ ورته په مدني چينل باندې د مدني مذاكرے كتلو سعادت نصيب شو. اَلْـحَـمْـدُ لِلّٰـہ! د مدني مذاكرے كتلو اوريدلو په بركت هغه ته ډير سکون نصيب شو او هغه د خپلو ټولو ګناهونو نه توبه اوكړه او په فرائضو او واجباتو باندې د عمل کولو کوشش کښي لګيا شو، ګِيره ئې پريښودله او د سُنَّت مطابق مدني حُليه ئې هم جوړه كړه، د الله پاك نور كرم پرې دا اوشو چې مور و پلار په خپله رضامندئ هغه د دعوتِ اسلامي د مدني كارونو د پاره ”وقفِ مدينه“ جوړ كړو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د مولانا الياس قادري ايپ (Application) تعارُف
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! اَلْحَمْدُ لـِلّٰـهِ مونږه د مدني مذاكرے مدني سپرلے واوريدلو چې د مدني مُذاكرے په بركت څنګه يو کس د خپلو ګناهونو نه توبه اوکړه او د نيکو ډک ژوند تيرول ئې شروع کړو، راځئ نِيَّت اوكړو چې د نن نه به مونږه هُم د مدني مذاكرے د كتلو او اوريدلو پابندي كوو. او د تيرو مدني مذاكرو كتلو اوريدلو نِيَّت هم اوكړئ. اَلْحَمْدُ لـِلّٰـهِ د دعوتِ اسلامي آئى. ټـي ډيپارټمنټ (I.T Department) د عاشقانِ