Maut Ki yad Kay Fazail

Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

ګمنز كوله او اکثر به ئې په مبارک سر کپړه (يعني سربند) ايښودلو تر دي چې هغه کپړه به په تيلو غوړه شوله. [1]

 )٢( د سر او د ګِيرې د ويښتو چې د چا په صابن وغيره د وينځلو معمول نه وي د هغوئي په ويښتو کښې اکثر بدبوئي پيدا کيږي، پخپله که په هغه بدبوئي نه هُم لګي نو په نورو خو لګي. د خُلې، ويښتو، بدن او کپړو وغيره نه که بدبوئ راځي نو په داسې حالت کښې جمات ته داخليدل حرام دي ځکه چې د دې نه خلقو او فرِښتو ته تکليف رسي. او که بدبوئي وي خو چې پټه وي لکه د ترخ بدبوئي نو په دې کښې باک نشته )٣(  په ويښتو کښې په کثرت سره د تيلو استعمال خصوصًا د اهلِ علم حضراتو د پاره فائِده مند دے، د دې سره په سر کښې خشکي نه کيږي، دماغ ورسره غوړ او حافِظه ورسرہ قوي وي  )٤( په حديثِ پاک کښې دي: څوک چې د بِسْمِ اللّٰہ وئيلو نه بغير تيل اولګوي نو 70 شيطانان د هغه سره شريک شي. [2]

 )٥(  دَ تيلو لګولو نه مخکښې بِسْمِ اللّٰہِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْم اولولئ او د ګڅ لاس په تلي کښ لږ شان تيل واچوئ، بيا مخکښې د ښئ سترګې په ورُوزه تيل اولګوئ بيا په ګڅه، د هغې نه پس د ښئ سترګې په بنړو بيا په ګڅه، اوس په سر تيل اولګوئ. او چې په ګيره تيل لګوئ نو د لاندې شونډي او د زنې د مينځ د ويښتو نه شروع کوئ. 

قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د  312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ او د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ