Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail
ده، قيامت به ضرور راځي، د مرګ نه پس به ضرور ژوندی کيدل وي، د خپلو اعمالو حساب به وركول وي او هر يو ته به د خپل عمل جزا سزا وركولے كيږي نو هيڅ كله دِ د دُنيا ژوند تاسو په دوكه كښې اخته نه کړي چې د دې په خوندونو كښې مشغوله شئ او آخرت هير كړئ.[1]
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دُنيا د ژوند په باره كښې الله تعالٰى په سيپاره 27 سورۀ حديد آيت نمبر 20 كښې ارشاد فرمائي:
كَمَثَلِ غَیْثٍ اَعْجَبَ الْكُفَّارَ نَبَاتُهٗ ثُمَّ یَهِیْجُ فَتَرٰىهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ یَكُوْنُ حُطَامًاؕ-وَ فِی الْاٰخِرَةِ عَذَابٌ شَدِیْدٌۙ-وَّ مَغْفِرَةٌ مِّنَ اللّٰهِ وَ رِضْوَانٌؕ-وَ مَا الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاۤ اِلَّا مَتَاعُ الْغُرُوْرِ(۲۰) (پ27،حديد:20)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : (د دُنيا ژوند) د هغه باران په شان (دے) چې د هغې [باران] را زرغون کړے فصل زميندارانو ته ښه ښکاره شو بيا وچ شو چې ته ئې زيړ وينې، بيا ميده (بےكاره) شو او په آخرت كښې سخت عذاب دے او د الله له طرفه بخښنه او د هغه رضا او د دُنيا ژوند نه دے، خو د دوكے مال.
په سيپاره 21 سورۀ لُقمان آيت نمبر 33 كښې ارشاد دے:
اِنَّ وَعْدَ اللّٰهِ حَقٌّ فَلَا تَغُرَّنَّكُمُ الْحَیٰوةُ الدُّنْیَاٙ-وَ لَا یَغُرَّنَّكُمْ بِاللّٰهِ الْغَرُوْرُ(۳۳) (پ21،لقمان:33)
[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : بيشكه د الله وعده رښتيني ده نو هيڅ كله دِ تاسو ته دوكه درنكړي د دُنيا ژوند او هيڅ كله دِ تاسو ته د الله په حِلم دوكه درنكړي هغه غټ دوكه باز (يعني شيطان).