Maut Ki yad Kay Fazail

Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږ له پكار دي چې د دُنيا د ښكلا او د دې د خوندونو اخستلو په ځائے د خپل آخرت په تيارئ كښې مصروفه شو. حضرت عبدُ الله بن عمر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا فرمائي: خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زما اوګه اونيوله او اوئې فرمائيل:”په دُنيا كښې داسې اوسه لكه ته چې مُسافِر ئې يا په لاره روان ئې.“ حضرت عبدُ الله بن عمر رَضِیَ الله عَنْهُما فرمائي: چې كله ماښام اومومئ نو د سحر انتظار مه كوئ او چې كله سحر اومومئ نو د ماښام اُميد مه ساتئ او د خپل روغ صحت نه د بيمارئ د پاره او ژوند نه د مرګ د پاره څه سامان واخلئ.[1]

     الله پاك دِ مونږ ته د دُنيا د حقيقت پيژندلو او د دې د ښائست نه د دوكه نه خوړلو توفيق را نصيب كړي.اٰمين.[2]

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ خوږ آقا مكي مدني مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم او نورو انبيائے كرامو عليهِمُ السَّلام به مرګ ډير يادولو او خلقو ته به ئې هُم وريادولو چنانچه

      په رواياتو كښې دي : چې حضرت عيسٰى عليهِ السَّلام به كله د مرګ تذكره واوريدله نو د هغوئي د بدن نه به د وينې څاڅكي څڅيدل شروع شو. حضرت داوٗد عليهِ السَّلام به چې كله د مرګ او قيامت ذكر كولو نو د هغوئي ساه به ورانه شوله او بدن به ئې په رپيدو شو، چې كله به ئې د رحمت ذكر اوکړلو نو حالت به ئې صحيح شو.


 

 



[1]       بخاری، کتاب الرقاق، باب قول النبی صلی اللّٰہ علیہ وسلم: کن فی الدنیا..الخ،۴/۲۲۳، الحدیث: ۴۶۱۶

[2]        تفسیر صراط الجنان،ج8،ص171،ملتقطا،وملخصاً