Maut Ki yad Kay Fazail

Book Name:Maut Ki yad Kay Fazail

     رَسُولِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي: چې كله زه سترګې رَپَووم نو زما دا ګمان وي چې د خپلو بنړو يو ځائے کيدلو نه به مخكښې زما روح قبض كړے شي. چې كله نظر اوچت كړم نو دا ګُمان کووم چې د نظر ښكته كولو نه مخكښې به زه وفات شم،  چې كله زه يوه لقمه په خُله کښي واچووم نو داسې محسوسووم چې دا لقمه د مرئ نه ښكته كيدلو وخت کښي به زما د پاره د مرګ سبب جوړه شي. اے اولادِ آدم! كه تاسو عقل لرئ نو ځان په مړو كښې شمير كړئ. په هغه ذات مې دِ قَسَم وي د چا په قبضۀ قُدرت کښي چې زما ساه ده: اِنَّ مَا تُوْعَدُوْنَ لَاٰتٍۙ-وَّ مَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ(۱۳۴)  (پ8،انعام:134) [مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : بيشكه د څه چې تاسو ته وعده درکولے کيږي ضرور راتلونكے دے او تاسو (الله پاك) نه شئ ستړے كولے (يعني نه شئ عاجِزه کولے).

    يو ځل حُضُورِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په يو مجلس تيريدلو چې په هغې كښې د خندا ګانو آوازونه اوچتيدل، هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيل: په خپلو مجلسونو كښې خوندونه بے مزه کوونکے هم شامِل كړئ، خلقو عرض اوكړو: يا رَسُولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! خوندونه بےمزه كوونكے كوم څيز دے؟ اوئې فرمائيل: مرګ.[1]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! لږ غور اوكړئ چې نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به مرګ څومره يادلو او خلقو ته به ئې هُم مرګ وريادولو، خو افسوس مونږه داسې نه يو، نه مونږه مرګ يادوو او نه ئې بل ته ور يادوو بلكه مونږه د اوګږد عمر په اميد كښې مرګ هير كړے دے. انبيائے كرام عَلَيْهِمُ السَّلام به ګناهونو نه د معصوم كيدلو باوُجود هُم دومره د الله ويره لرله او مرګ به ئې يادولو، او زمونږه حالت دا دے چې په ګناهونو


 

 



[1]      موسوعة ابن ابی الدنیا، کتاب ذکر الموت، باب الموت والاستعداد له، ۵/ ۴۲۳، حدیث:۹۵