Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

     امام ابنِ قُدامه حنبلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: امام ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه حافِظُ الْحَدیث  هم وو، راځئ! دا هم واورو چې حافِظُ الْحَدیث چا ته وائي؟ حافِظُ الْحَدیث يو تعريف دا هُم دے چې] حافِظُ الْحَدیث هغه ته وائي چا ته چې يو لاك اَحادِيثِ مبارَكه د سنَد سره ياد وي ([1]) خو د وخت د دومره لوئي امام كيدلو باوُجود هغوئي ته د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په بيان کړو 40 تفسيري اقوالو كښې صرف 11 معلوم وو، د دې نه د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمي سمُندر د جور والي اندازه لګيدے شي.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                             صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      حضرت علامه ابوالحسن علي شَطنُوفـي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې حضرت سَيِّدُنا شيخ عبدُالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به په 13 علومو كښې بيان فرمائيلو، د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په مدرسه عاليه كښې به خلقو د هغوئي نه تفسير، حديث، فِقه او عِلمِ كلام وغيره زده كولو، د غرمے نه مخكښې او وروسته په دواړو وختو كښې به ئې خلقو ته تفسير، حديث، فِقه، كلام اُصول او د نحو درس وركولو او د ماسپښين نه پس به ئې خلقو ته د تجويد و قراءت سره قرآنِ كريم وئيلو. ([2])

     معلومه شوه چې زمونږه غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په ډيرو علومو او فنونو كښې ماهر وو، هم دغه وجه ده چې د ټولې دُنيا علماء و صُلحاء به د هغوئي دربار ته علم حاصلولو د پاره حاضريدل او چا به چې د هغوئي نه د لوستلو سعادت حاصل كړو هغه ته به د بل اُستاذ حاجت نه پيښيدلو ځكه چې هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د عُلُوم و فُنُون جامِع وو. 

     اے عاشقانِ غوثِ اعظم! پيرانِ پير صاحِب رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خلقو شرعي مسائل هم حل


 

 



[1]   مُقدمہ آنسوؤں کا دریا،ص۱۵

[2]    بہجة الاسرار، ص۲۲۵ ملخصاً