Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

فرمائي چې كله حضرت سَيِّدُنا شيخ عبدُالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مشهور شو نو د بَغداد سلو (100) قابِلو فقهائے كرامو څه داسې منصوبه جوړه كړه چې په هغوئي كښې دِ هر يو جدا جدا په مختلفو علومو او فنونو باندې قِسما قِسم سوالونه تيار كړي او سوالونه هم داسې چې د هغې جوابونه غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورنكړے شي، هر يو د منصوبے مطابق سوالونه تيار كړل او د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خدمت كښې حاضر شو. شيخ مُفَرَّج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: زه هم هٰغه وخت د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په دربار كښې حاضر ووم. فقهائے كرام چې كله راغلل او كښيناستل نو پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبدُالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سر مبارك ښكته كړلو او د سينے مباركې نه ئې د نور يوه پلوشه اُووتله چې هر هغه كس اوليدله چا ته چې الله پاك ښودل غوښتل، د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سينے نه وتلي د نُور پلوشه چې كله د هغه فقهاؤ په سينو باندې پريوتله نو د هغوئي هغه سوالونه كوم چې هغوئي تيار كړي وو هغه ټول د هغوئي د ذِهنونو نه ختم شو. او هغوئي پريشانه شو،  چغې وهل ئې شروع كړل او په لړزان شو. بيا غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په منبر تشريف فرما شولو، نو هغه ټول فُقهاء سر تور سر د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د منبر خوا ته حاضر شو. هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وار په وار هغه ټول خپلې سينے سره راجوختول او ورته فرمائيل به ئې: ستا سوال دا وو او د هغې جواب دا دے، ستا سوال دا وو او د هغې جواب دا دے،  دغسې د هغه يو يو کس ټولے مسئلے ئې هُم بيان كړې او د هغې جوابونه ئې هم وركړل. شيخ مُفَرَّج رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې كله مجلس ختم شو نو ما د هغه فقهاؤ نه تپوس اوكړو: دا څه مُعامَله وه؟ هغوئي اووئيل چې كله مونږه دلته راغلو او كښيناستلو نو ناڅاپه را نه هر څه داسې هير شو لکه مونږ ته چې هډو هيڅ هُم نه راځي. په دې وجه مونږه په چغو شو او خپلې جامے مو اوشلولې خو چې كله غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپلې سينے ته جوخت کړلو نو زمونږ د هر يو کس علم هُم بيرته راغے