Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

او د هغې نه زياته د حىرانتيا خبره دا ده چې غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه زمونږ د سوالونو هغه جوابونه راكړل چې هغه مخكښې زمونږ په علم كښې نه وو. ([1]) 

      اميرِ اهلِ سُنَّت عاشقِ غوثُ الاعظم مولانا محمد الياس عطار قادري دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په شان و عظمَت كښې ليکي:

واقفِ حکمت و اَسرار ہیں   غوثِ اعظم                             دل کے بھیدوں   سے خبردار ہیں   غوثِ اعظم

نائبِ احمدِ مختار ہیں غوثِ اعظم                    اور سب ولیوں   کے سردار ہیں   غوثِ اعظم([2])

                                   

واقف دے په حِكمت و اَسرار غوثِ اعظم                                                                                                    د زړه په رازونو دے خبردار غوثِ اعظم

نائب دے د احمدِ مختار غوثِ اعظم                                                                  د ټولو اولياؤ دے سردار غوثِ اعظم

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                  صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد

      اے عاشقانِ غوثِ اعظم! زمونږه غوثِ اعظم شيخ عبدُالقادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته په علمِ دين كښې دا عظيمه مرتبه هسې نه ده نصيب شوي بلكه غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علمِ دين حاصلولو د پاره د څلويښتو كالو پورې زبردست محنت كړے وو، خپل كور ئې پريښودے وو، د ځنګل واښه او وچې ټكړے به ئې خوړلې او په هغې به ئې ګُزاره كوله. چې كله ئې دا ټول مصيبتونه برداشت كړل نو الله پاك ورته هغه لويه مرتبه عطا كړه چې د غټو غټو اوليائے كرامو په څټونو باندې د هغوئي قدم مبارك دے بلكه د هغوئي د مباركو قدمونو تَلے په خپلو سترګو پورې مږي او په هغې خپلې سترګې روښانه كوي.


 

 



[1]    قلائدُ الجواہر،ص ۳۳۔بہجة  الاسرار   ذکر وعظہ ،ص۹۶

[2]    وسائلِ بخشش،۵۵۹