Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

زياته ويره لرله. هغوئي د لوئي عالِم کيدلو سره سره په خپل علم باندې عمل كوونكے هُم وو. د مُفتـي په حيثيت هغوئي صرف فتوٰى نه ده وركړي بلكه د شريعت په رنړا كښې ئې د كارونو صحيح كولو كوشش هم كړے دے. او كوم ځائے ئې چې غلطي ليدلي ده د هغې اصلاح ئې هُم كړي ده او د هغه کار په صحيح طريقه د کولو حُکم ئې جاري کړے دے او په دې باره كښې هغوئي د هيڅ چا د رعايت خيال نه دے ساتلے بلكه كه يو بادشاه به هم غلط كار كولو نو هغه ئې هم پوهه كړے دے او په شريعت باندې د عمل كولو حكم ئې وركړے دے څنګه چې

     د هغه وخت خليفه او بادشاه كله ابو يحيٰى بن سعيد چې ”د رُکاوټ اچوونکي ظالِم ځوئ“ په نوم مشهور وو، هغه ئې د قاضي په عهده مقرر كړو نو غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په منبر تشريف فرما شولو او خليفه ته ئې اوفرمائيل: ”اے خليفه تا يو غټ ظالم كس د قاضي په عهده مقرر كړے دے. ته به صبا په ورځ د قيامت د دواړو جهانو مالِک نهايت مهربانه ربّ ته څه جواب وركوے؟ “ خليفه چې كله د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا فرمان واوريدلو نو بدن ئې په رپيدو شو او په ژړا شو او هُم هغه وخت ئې ابُو الوفا يحيٰى بن سعيد د قاضي د عُهدے نه لرې كړو. ([1])

     اے عاشقانِ غوثِ اعظم! تاسو واوريدل چې زمونږه غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل منصب څومره لحاظ ساتلو او د شريعت په مُعامَله كښې به ئې څومره سختي كوله چې د مخامخ ناست خليفه لحاظ ئې هُم اُونکړو او هغه ته ئې د شريعت حكم اوښودلو او د الله پاك د عذاب نه ئې اُويَرولو.

     اے عاشقانِ رسول! د خپل ربّ حقيقي ويره دا ده! چې د دغه ويرې په مقابله کښې د


 

 



[1]    قلائد الجواہر ص6