Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخكښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل: نيك او جائز كار كښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
[نِيَّت اوکړئ چې] * د الله پاک د رضا د پاره به د شروع نه تر آخره پورې تَوجُّه سره بيان اورم * كه د چا په دِيكه وغيره اولګيدم نو صبر به کووم، د نښتلو او بحث كولو نه به ځان ساتم. * د عِلمِ دِين د تعظيم [يعني ادب] په نِيَّت به په ادب کښينم * د بيان اَهم نُکات به بيا نورو ته هُم بيانووم.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع د بیان موضوع ده ”غوثِ اعظم په طور د مفتـئِ اعظم“. په دې بيان كښې به اورو * د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فِقهي مَهارت يعنې چې هغوئي د شرعي احكامو او مسائلو په باره كښې څومره ډير علم لرو؟ * په علم تفسير باندې د هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره زبردست نظر وو؟ * د علماؤ سوالونه او د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه جوابونه * غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د علم سمندر وو * د هغوئي د فتاوٰى جاتو کثرت * د عَلَّامه اِبنِ جوزي مقام او مرتبه * د علمِ لدُنـي