Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

چا د منصب لحاظ نه کيږي. دا دے د علم حقيقي شان چې د بنده په زړه کښې د يو انسان يا د هغه د منصب نه، بلکه صرف د ربّ تعالٰى ويره پيدا كوي.

     غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته الله پاك مضبوطه حافظه وركړي وه، د هرې مسئلے به ئې فوراً او بالکل صحيح جواب وركولو. دومره زر به ئې فَتویٰ جاري کوله چې يوه فتوٰى ئې هم شپے ته نه ده پاتې كړي. هغوئي 100 فقهائے كرام لاجوابه كړل او د هغوئي منصوبه ئې ناكامه كړه او د هغوئي د ذِهنونو نه ئې سوالونه هُم ختم كړل او بيا ئې پخپله د هغوئي سوالونه هُم بيان کړل او د هغې جوابونه ئې هُم وركړل. الله پاك په هغوئي د علمِ لَدُني 70 دروازے بيرته كړي وے.

     اے عاشقانِ غوثِ اعظم! مونږ غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه سره د مَحبَّت دعویٰ کوو! څوک چې د چا سره مَحبَّت کوي د هغه په نقشِ قدم باندې د تللو کوشش هُم کوي، راځئ مونږ هُم غور اوكړو چې مونږه د څومره حده پورې د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په نقشِ قدم روان يُو، غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته دا مرتبے د علمِ دِين، عبادت او رياضت او خوفِ خدا په وجه نصيب شوي وے. آيا مونږه خپل پينځه وخته لمُونځ هُم پابندئ سره ادا كوو او که نه په دې اهم ترين فرض عبادت کښې هُم کوتاهي کوو؟ د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمان دے: بے علمه عبادت کول به [بنده] د سمولو په ځائے نور ورانوي.([1])  نو آيا مونږه د علمِ دين حاصلولو كوشش كوو؟ د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمان دے: خبردار د شريعت د دائرے نه بهر مه اُوځئ. ([2]) د شريعت رسئ مضبوطه اونيسئ ځکه چې د دې په نيولو كښې د دواړه جهانونو منزلونه دي. ([3])  نو آيا مونږه په شرعي


 

 



[1]     بہجة  الاسرار ص ۵۳

[2]    بہجة  الاسرار ص ۴۹

[3]    بہجة  الاسرار ص ۴۰