Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam
بُزرګانو فرمائيلي دي چې څوك هره شَبِ جُمعه (يعني د جُمُعې او زيارت مينځنئ شپه باندې) دا دُرُود شریف پابندئ سره کم ازکم يو ځل لوَلي هغه به د مرګ په وخت كښې د سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دِيدار كوي او قَبر كښې داخليدلو وخت كښې هُم، تر دې چې سرکارِ مدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هغه قَبر كښې د خپل رَحمت نه ډكو لاسونو باندې كوزوي.[1] راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.
)2( ټول ګناهونه مُعاف
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِ نَا وَ مَوْلَانَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی اٰلِہٖ وَسَلِّمْ
د حضرتِ سیِّدُنا انَس رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روایت دے چې تاجدارِمدینه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائيلي دي: څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي كه ولاړ وو نو كښيناستلو نه مخكښې او كه ناست وو نو اودريدلو نه مخكښې به د هغه ګُناهونه مُعاف كړے شي. راځئ چې مونږه هم په شريكه دا دُرُود اووائيو.
)3( د رَحمت اويا دروازے:
صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
څوك چې دا دُرُودِ پاك لوَلي په هغه به د رَحمت اويا دروازے بيرته كړے شي.[2] راځئ چې دا دُرُود هُم په شريكه اووائيو.
)4( د شپږ لاکه دُرُود شریف ثواب
اَللّٰھُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ عَدَدَ مَا فِیْ عِلْمِ اللّٰہِ صَلَاۃً دَ اۤ ئِمَۃًۢ بِدَوَامِ مُلْكِ اللّٰہِ
حضرت اَحْمَد صاوِی رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د بَعضو بُزرګانو نه نَقل كوي: دا دُرُود شریف يو ځل