Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam
طلاقه نه شي. حيرانو او پريشانو علماؤ چې كله د هغوئي دا سمدستي جواب واوريدلو نو حيران پاتې شو او د هغوئي د علم صفت ئې شروع کړو. ([1])
[نو بيا راځۍ چې په شريکه د داسې پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شان نعرے اولګوو]
د اللّٰہ رحمت غوثِ پاک باعث ِ برکت غوثِ پاک
صاحبِ عزّت غوثِ پاک بَـحرِ سخاوت غوثِ پاک
دریائے کرامت غوثِ پاک اوکړئ حِمایت غوثِ پاک
لرې کړئ آفَت غوثِ پاک صاحِبِ شرافت غوثِ پاک
* مرحبا یا غوثِ پاک * مرحبا یا غوثِ پاک * مرحبا یا غوثِ پاک
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
د فتاوٰى جاتو كثرت او فوراً جواب وركول
سُبْحٰنَ الله! اے عاشقانِ غوثِ اعظم! تاسو اوليده! چې زمونږه غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د طلاق مسئله څومره زر حل كړه چې د هغه کس قَسم هم پوره شو او ښځه پرې هم طلاقه نه شوه. غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته په فتاوٰى ليكلو كښې داسې كمال حاصل وو چې د هغه دور غټ غټ علماء، فُقَهاء او مفتيانِ كرام به هم د هغوئي په لاجوابه فتاوو باندې حيران پاتې شو. د هغوئي د فَقاهَت دا حال وو چې فتوٰى وركولو كښې به ورته د غورو فِكر ضرورت نه پيښيدلو. هغوئي به د سوال لوستلو سره فوراً جواب ليكلو. د عراق علماء به د هغوئي په زر جواب وركولو او فتاوٰى بالکل صحيح کيدلو باندې بےحده