Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

خپلو اُستاذانو نه حاصل کړو خو د هغوئي اُستاذان د هغې الفاظو  د پټو معانو د سمُندر نه ملغلرې راويستل د غوثِ اعظم نه زده كړل. * دا د غوثِ اعظم شان دے چې علمِ شريعت د خپلو اُستاذانو نه اخلي خو د الله پاك په رازونو پوهيدل اُستاذان د هغوئي نه اخلي. * دا د غوثِ اعظم شان دے چې آسانې مسئلے د هغه مُلك مفتيانِ كرام پخپله حل كوي خو د مشكلو مسائلو حل كولو د پاره د غوثِ اعظم په خدمت كښې حاضريږي. * اُستاذان خو ظاهر ته ګوري او مسئلے بيانوي خو  د غوثِ اعظم دا شان دے چې د زړه په رازونو خبريږي او د هغوئي د زړونو پټ مسائل هم حل كوي.

    د الله پاك په عطا به اِنْ شَــآءالـلّٰـه د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه  مريدانو ته په دواړه جهانونو كښې د شيخ  عبدُ القادر جيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډاډ حاصل وي، د اعلٰى حضرت خليفه مولانا محمد جميلُ الرحمٰن رَضَوِي په خپل نعتيه ديوان ”قبالۀ بخشش“ كښې څومره ښكلي انداز كښې ليكلي دي:

مُرِیْدِیْ لَا تَخَفْ  کہہ کر تسلی دی غلاموں  کو                قیامت تک رہے بے خوف بندہ غوثِ اعظم کا

بُلا کر کافروں کو دیتے ہیں اَبدال کا رُتبہ                    ہمیشہ جوش پر رہتا ہے دریا غوثِ اعظم کا

نِدا دے گا مُنادی حشر میں یوں قادریوں کو                                کدھر ہیں قادِری کر لیں نظارہ غوثِ اعظم کا

یہ کیسی روشنی پھیلی ہے میدانِ قیامت میں              نِقاب اُٹھا ہوا ہے آج کس کا غوثِ اعظم کا([1])

        د اشعارو وضاحت: د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دې فرمان چې ”اے زما مُرِيده مه يَريږه“ د قيامته پورې ټولو مريدانو ته تسلي وركړي ده. د هغوئي د رحمت درياب هميشه په جوش كښې وي، هغوئي كافران مسلمانان كړي دي او د ابدالو درجے ته ئې رسولي دي. د هغوئي مريدانو ته به د قيامت په ورځ اعلان اوشي چې راشئ د غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ديدار اوکړئ نو د هغوئي د مخ مبارک نه به پرده اوچته کړے شي او يوه  رنړا به ترينه خوره شي.


 

 



[1]    قبالۂ بخشش ،ص٩٣