Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

Book Name:Ghous e Aazam As A Mufti e Aazam

چې ما د عَلَّامه اِبنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه تپوس اوكړو چې آيا تاسو ته د دې تفسير علم وو؟ هغوئي جواب راكړو چې آو! ما ته دا تفسيري قول معلوم وو. بيا حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه آيتِ مباركه دويم تفسير بيان كړو، حضرت ابُو العباس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې ما د عَلَّامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه بيا تپوس اوكړو چې آيا تاسو ته دا تفسير معلوم وو؟ هغوئي جواب راكړو چې آو! بيا ئې دريم تفسير بيان كړو، حضرت ابُو العباس رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې ما بيا د عَلَّامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه تپوس اوكړو چې آيا دا تفسير هم تاسو ته معلوم وو؟ هغوئي جواب راكړو چې آو! ما ته معلوم وو. بيا حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه آيتِ مباركه څلورم، پينځم تر دې چې یوولس تفسيرونه ئې بيان كړل، ما به د هر تفسير نه پس د علامه ابنِ جوزي نه تپوس كولو چې آيا تاسو ته دا تفسير معلوم دے؟ او هغوئي به هر ځل جواب راكولو چې آو! دا تفسير ما ته معلوم دے. د يوولسم تفسير نه پس حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغه آيتِ مباركه دولسم تفسير بيان كړو. ما د عَلَّامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه تپوس اوكړو چې آيا تاسو ته دا تفسير هم معلوم دے؟ نو هغوئي دا ځل سر اوخوزولو چې نه! دا تفسير زما په علم كښې نشته. بيا حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ديار لسم  تفسير بيان كړلو. علامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه چې ما تپوس اوكړو نو بيا ئې اوفرمائيل چې زه د دې تفسير نه هم واقف نه يم. بيا حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څوارلسم، پينځلسم، شپاړسم، دغسې مسلسل د يو نه پس بل، تر دې چې ديرش تفسيرونه ئې بيان كړل. او د يوولسم تفسير نه پس به زما د تپوس په جواب كښې په هر تفسير باندې علامه ابنِ جوزي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا جواب راكولو چې زه د دې تفسير نه واقِف نه يم. دا تفسير زما په عِلم كښې نشته.

     د ديرشو تفسيرونو بیانولو نه پس بیا حُضُور غوثِ اعظم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ھغه آيتِ مبارَكه نور تفسيرونه بيانول شروع كړل، تر دې چې په ھغه يو مجلس كښې حُضُور غوثِ