Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid
چې الله پاك د بنده په اِستِغفار [يعني توبه] كولو مُعاف كوي او دريم حق حقوقُ العباد دے چې د بندګانو په مُعاف كولو مُعاف كيږي تر دې چې صبا د قيامت په ورځ د چا حق وي الله پاك به ئې د هغه له طرفه مُعاف كړي.
اے عاشقانِ رسول! يقيناً د حُقُوقُ الْعِباد مُعامَله ډيره سخته ده. لِـهٰذا د دې نه ځان د ساتلو كوشش اوكړئ ، كه د چا څه حق مو ضائع كړے وي نو زر ئې ادا كړئ او د رب په بارګاه كښې هم مُعافـي اوغواړئ ځكه چې [الله پاك] توبه خوښوي ، الله پاك دِ مونږ ته د حقوقُ العباد د خيال ساتلو توفيق راكړي. اٰمين
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! مونږه د توبه كولو د فضائلو او طريقه اوريدلو سعادت حاصل كړو خو ياد ساتئ الله پاك د خپلو بندګانو د پاره د رحمت نه ډك يو څو ساعتونه هم جوړ كړي دي چې په هغې كښې خاص كرم كيږي او هر غوښتونكے ، كه هغه بخښنه اوغواړي او كه بل څه اوغواړي هغه نه محرومه كيږي. په هغه ساعتونو كښې ښه او د رحمت او بركت والا وخت د شپې آخرئ حصه ده. د شپې په آخرئ حصه كښې د ژړا او زاري كولو والؤ صِفَت په سيپاره 26 سورةُ الـذّٰرِيٰت آيت نمبر 17 ، 18 كښې راغلے دے :
كَانُوْا قَلِیْلًا مِّنَ الَّیْلِ مَا یَهْجَعُوْنَ(۱۷) وَ بِالْاَسْحَارِ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ(۱۸)
مفهوم ترجمۂ کنزُالایمان : هغوئي به په شپه كښې كم اُوده كيدل او د شپې په آخره كښې به ئې اِستِغْفار كولو.