Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

       د تفسیر صِراطُ الْجِنان خُلاصه دا ده : د پرهيزګارو خلقو د نيكو اعمالو كولو حال دا وو چې هغوئي به شپه په تَهَجُّد او بيدارئ كښې تيروله او كه په شپه كښې به لږ اوده شو نو خپل ځان به ئې قصور وار ګنړلو او شپه په تَهَجُّد او بيدارئ كښې د تيرولو باوجود به ئې خپل ځان ګنهګار ګنړلو او د شپې آخرئ حصه به ئې د الله پاك نه بخښنه غوښتلو كښې تيروله.

(مدارک ، الذّاریات ، تحت الآیۃ : ۱۷-۱۸ ، ص۱۱۶۷ ،  جلالین مع جمل ، الذّاریات ، تحت الآیۃ : ۱۷-۱۸ ، ۷ / ۲۷۹ ، ملتقطاً)

      د شپې آخرئ حصه د الله پاك نه بخښنه غوښتلو او دُعا كولو د پاره فائده منده ده. دلته د دې متعلق يو حديثِ پاك هُم واورئ ، چنانچه

       د حضرتِ سَيِّدُنا اَبُو هُرَيرَه رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي : الله پاك هره شپه هغه وخت دُنياوي آسمان طرف ته [د] رحمت [تَوجُّه] فرمائي چې كله د شپې دريمه حصه باقي پاتې وي اَو فرمائي : څوك داسې شته چې زما نه دُعا اوغواړي چې زه د هغه دُعا قبوله كړم ، څوك داسې شته چې زما نه سوال اوكړي چې زه هغه ته عطا كړم ، څوك داسې شته چې زما نه بخښنه اوغواړي چې زه هغه اوبخښم. (بخاری ، کتاب التّھجّد ،  باب الدّعاء والصّلاۃ من آخر اللّیل ،  ۱ / ۳۸۸ ،  الحدیث : ۱۱۴۵)

      مُفَسِّرِ قرآن ، حضرت مُفتي اَحمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د دې حديثِ پاك شرح بيانوي ، د هغې خلاصه ده : د دې نه معلومه شوه چې شپه د ورځې نه افضله ده چې د هرې شپې په آخرئ حصه كښې د الله رحمت او كرم ديخوا [دُنيا ته] متوجه كيږي او دا د قبوليت يو ساعت نه دے بلكه ډير ساعتونه دي او په ورځ كښې د قبوليت ساعت په هفته كښې يوه د جُمُعے ورځ راځي او هغه هم زمونږ نه پټ دے. الله پاك دِ مونږ ته هغه وخت د غوښتلو توفيق رانصيب كړي.