Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

حضرت سَيِّدُنا يعقوب عَـلَيْهِ السَّلام د خپلو ځامنو د پاره د الله پاك نه مُعافـي غوښتلو د پاره هم د شپې آخرئ حصه منتخب كړي وه ، په قرآنِ پاك كښې دي :

قَالُوْا یٰۤاَبَانَا اسْتَغْفِرْ لَنَا ذُنُوْبَنَاۤ اِنَّا كُنَّا خٰطِـٕیْنَ(۹۷) قَالَ سَوْفَ اَسْتَغْفِرُ لَكُمْ رَبِّیْؕ-اِنَّهٗ هُوَ الْغَفُوْرُ الرَّحِیْمُ(۹۸)

مفهوم ترجمۂ کنزالایمان : اوئې وئيل اے زمونږه پلاره زمونږ د ګناهونو مُعافـي اوغواړئ بيشكه مونږه خطا كار يو. [هغوئي] اوفرمائيل زر به زه ستاسو بخښنه د خپل رب نه اوغواړم بيشكه هغه بخښونكے مهربانه دے.

      مفسرينِ كرام فرمائي : حضرت يعقوب عَـلَيْهِ السَّلام د خپلو ځامنو د پاره دُعا او اِسْتِغْفار د پيشمني پورې مُؤَخَّر [يعني وروسته] كړلو ځكه چې دغه وخت دُعا د پاره د ټولو نه بهترين دے او دا هٰغه وخت دے چې الله پاك فرمائى : شته دے څوك دُعا غوښتلو والا چې زه د هغه دُعا قبوله كړم ، چې كله د پيشمني وخت شو نو حضرت يعقوب عَـلَيْهِ السَّلام د لمَانځه نه پس لاسونه اوچت كړل د الله پاك په بارګاه كښې ئې د خپلو ځامنو د پاره دُعا اوكړه ، دُعا قبوله شوه او حضرت يعقوب عَـلَيْهِ السَّلام ته وحي اوشوه چې ستا د بچو خطا مُعاف كړے شوه. (تفسیر صراط الجنان ، ۵ / ۵۵تا۵۶)

     اے عاشقانِ رسول! د الله پاك نيك بندګان هر وخت په نيكو كښې د مصروف اوسيدلو باوجود خپل ځان ګنهګار ګنړي او هميشه د الله پاك نه يَريږي ، تر دې پورې چې بعضې [نيك بندګان] د الله پاک د ويرې نه ټوله شپه عبادت كوي ، بعضې د يو آيت په تلاوت كولو كولو كښې ټوله شپه تيره كړي ، بعضې ټوله شپه په ژړا تيره كړي او [د الله پاک د ويرې نه] د بعضو روحونه اوځي. خو افسوس! زمونږ حالت دا دے چې شپه ورځ په ګناهونو كښې اخته يُو ، خو نه شرميږو او نه د آخرت ويره لرو. د الله پاك نيك بندګان د شپې ويښ اوسي ، ډيرې روژے نيسي ، ډير نيك اعمال كوي خو بيا