Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid
مالك او حضرت سَيِّدُنا ابِن عمر رَضِیَ الله عَنْهم نه روايت كوي چې يو كس د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو عرض ئې اوكړو : “ يـا رَسُـولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! څه داسې عمل راته اوښائې چې هغه ما جنت ته داخل كړي. “ نو خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو : “ غصه پريږده. “ كه داسې نه شي كيدے [نو بيا]؟ نو آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو : “ هره ورځ د مازديګر د لمَانځه نه پس اويا ځله الله پاك ته اِسْتِغْفار كوه نو هغه به ستا د اوياؤ كالو ګناهونه مُعاف كړي. “ عرض ئې اوكړو : “ كه زما د اوياؤ كالو ګناه نه وي نو؟ “ ارشاد ئې اوفرمائىلو : “ نو بيا به ستا د مور د اوياؤ كالو ګناهونه مُعاف كړے شي. “ بيا ئې عرض اوكړو : كه زما مور وفات شوي وي او د هغې د اوياؤ كالو ګناهونه نه وي نو [بيا]؟ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اوفرمائيلو : ستا د نزدې خپلوانو د اوياؤ كالو ګناهونه به مُعاف كړے شي.
(تاریخِ بغداد ، الرقم۷۷۸۰ ، ابوعلی المفلوج ، ج۱۴ ، ص۴۲۵۔ حلیۃ الاولیاء ، معروف الکرخی ، الحدیث۱۲۷۱۹ ، ج۸ ، ص۴۱۱)
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! زمونږ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به هُم ډير زيات اِستِغفار كولو او زمونږ د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په مباركو نومونو كښې يو نوم نَبِــىُّ التَّوبَه (يعني د توبې والا نبـي) هُم دے ، د دې حكمت څه دے؟ راځئ چې! د دې په باره كښې واورو :
نبـي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نَبِـىُّ التَّوبَه (د توبے والا نبـي) دے
د حضرت سَيِّدُنا حُذيفه رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې د مدِينے مُنَوَّرے په يوه لاره كښې مې د حُضُور اِكرم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ملاقات اوشو : ارشاد ئې اوفرمائىلو : اَنَامُحَمَّدٌ وَ اَنَا اَحْمَدُ وَ اَنَا نَبِیُّ الْرَّحْمَۃِ وَنَبِیُّ الْتَّوْبَۃِ [يعني] زه محمد يم ، زه احمد يم ، زه د