Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

نو ډير ماشومان ترينه راچاپيره شو ، په هغوئي كښې د دوئي هغه لور هم وه ، هغه د دوئي خوا ته راغله او په خپل ښي لاس ئې هغه ښامار اووهلو نو هغه اوتښتيدلو او بيا هغه د هغوئي په غيږه كښې كښيناستله او دا آيت ئې اولوستلو : اَلَمْ یَاْنِ لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنْ تَخْشَعَ قُلُوْبُهُمْ لِذِكْرِ اللّٰهِ وَ مَا نَزَلَ مِنَ الْحَقِّۙ- مفهوم ترجمۂ کنزالایمان : آيا په ايمان والؤ لا هغه وخت نه دے راغلے چې د هغوئي زړونه ټِيټ شي د الله د ياد د پاره او د هغه حق د پاره چې نازل شوے دے. (پارہ27سورۃ الحدید ، آیت16)

      مالك بن دينار رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي چې ما د خپلې لور نه تپوس اوكړو : آيا تاسو وفات شوي خلق قرآن هم لولئ؟ هغې جواب راكړو : آو! مونږه تاسو ژوندو نه زيات د دے معرِفَت [يعني پوهه] لرو. بيا هغوئي د خپلې لور نه دغلته د اوسيدلو د مقصد تپوس اوكړلو نو هغې اووئيل : دا ماشومان به تر قيامته پورې دلته اوسيږي او د خپلو هغو مور او پلار انتظار به كوي كومو چې دوئي مخكښې راليږلي دي. بيا ئې ترينه د هغه ښامار په باره كښې تپوس اوكړو نو هغې اووئيل : هغه ستاسو بد عمل دے. بيا ئې ترينه د هغه بُوډا كس په باره كښې تپوس اوكړو نو هغې اووئيل : هغه ستا نيك عمل دے. تاسو هغه [يعني نيك عمل] دومره كمزورے كړے دے چې په هغه كښې ستاسو د بد عمل د مُقابَلے كولو طاقت نشته ، لِهٰذا تاسو د الله پاك په بارګاه كښې توبه اوكړئ او د هلاك كيدلو نه ځان بچ كړئ. بيا هغه يو اوچت مقام ته لاړه. چې كله هغوئي رابيدار شو نو په هُم هغه وخت ئې رښتيني توبه اوكړله. (روض الریاحین ، ص91)

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې واقعه كښې زمونږ د پاره ډير عبرت دے ، كيدے شي چې مونږ سره هم داسې  واقعات پيښ شوي وي چې د هغې نه پس مونږ ته نوے ژوند ملاو شوے وي ، بعضې وخت په خوب كښې هم داسې اشارے