Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

ملاويږي چې عقلمندو د پاره په هغې كښې ډير عِبرت وي. خو مونږ به هغه هُم هسې يو خوب يا خيال ګنړو او نظر انداز كوو به ئې چې دا څه حقيقت خو نه دے؟ كله به داسې خپل زړه ته تسلي وركوو چې داسې خيالونه خو خلقو ته ډير ورځي چې په هغې كښې بنده سره د مرګ معاملات پيښيږي ، خو په حقيقت كښې يو نصيحت كولو والا مونږه د غفلت د خوب  نه را بيداروي چې مونږه مسلسل د ګناهونو په دَلدَل كښې خخيږو او يو نصيحت کوونکے مونږ ته دا وائي چې ، بس نور سَم شه ، هُم دا د توبه كولو او د ګناهونو نه د مخ اړولو او د الله پاك په فرمانبردارئ كښې د ژوند تيرولو وخت دے.

    اے كاش! چې مونږه داسې خاموشه پيغامونو باندې سنجيدګئ سره غور اوکړو او حقيقي طور د ګناهونو د دَلدَل نه وتلو كښې كامياب شو.

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! په دې دور كښې د شيطاني وسوسو نه د بچ كيدلو ، د اِيمان د سلامتيا ، استقامت سره د نيکو کولو او په توبه باندې ثابت قدمي حاصلولو د پاره د نيكو خلقو صحبت اختيارول ډير ضروري دي ، ځكه چې د نيكو خلقو په صحبت كښې د ګناهونو نه نفرت او د نيكو كولو ذِهن جوړيږي. په دې وخت كښې د عاشقانِ رسول د مدني تحريک دعوت اسلامي مدني ماحول د يو نعمت نه كم نه دے. كه مونږه غواړو چې نيك جوړ شو او د اِيمان حفاظت كوونكي جوړ شو نو پکار ده چې سمدستي د دعوتِ اسلامي مدني ماحول کښې شامل شو او د سنتو عام کولو د پاره د خپلو مصروفياتو نه وخت اوباسو او د ذيلي حلقے دولسو مدني كارونو كښې د زړه د اِخلاصه خپل كردار ادا كړو او د ډيرو ثوابونو حقدار جوړ شو. او خپل