Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid
مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ (ابنِ عساكر ج٩ ص ٣٤٣)
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
د قناعت يو څو مدني ګلونه او د قناعت اختيارولو طريقے
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د قناعت په باره كښې يو څو مدني ګلونه د اوريدلو سعادت حاصلوو : اوَّل دوه فرامينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واورئ : چنانچه
(١) خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي : قناعت [يعنې په لږ څه باندې صبر کول] هيڅ كله نه ختميدونكي خزانه ده. (الزھد للبیھقی ، الجزء الاول من كتاب…الخ ، ص۸۸ ، حدیث : ۱۰۴) (٢) رسولُ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمائى : بيشكه كاميابه شو هغه کس چا چې اسلام راوړو او هغه ته په قدر د كفايت رزق وركړے شو او الله پاك چې هغه ته څه وركړل په هغې ئې قناعت هُم وركړو. (مسلم ، کتاب الزکاۃ ، باب فی الکفاف والقناعۃ ، ص۴۰۶ ، حدیث : ۲۴۲۶) (٣) انسان ته چې څه د الله پاك له طرفه ورکړے شي په هغې راضي اوسيدلو او حِرص او لالچ پريښودلو ته قناعت وائي. (جنتی زیور ، ص۱۳۶بتغیر قلیل) (٤) د روزانے استعماليدونكو څيزونو په نشتوالي باندې راضي اوسيدل هم قناعت دے. (التعريفات للجرجانی ، باب القاف ، تحت اللفظ : القناعۃ ، ص۱۲۶) (٥) لالچ ډير ناكاره او بد عادت دے ، د الله پاك له طرفه چې بنده ته كوم رزق ، نعمت او مال و دولت يا عزت و مرتبه حاصله وي ، په هغې راضي اوسيدل او قناعت كول پكار دي. (جنتی زیور ، ۱۱۰ملخصا) (٦) څوک چې د بل په مال باندې نظر ساتي هغه به هميشه غمګين اوسيږي. (رسالہ قشیریۃ ، ص۱۹۸) (٧) بَلعَم بِن باعورا چې ډير غټ عالِم او مُستَجابُ الدَّعَوات وو(يعنې كومه دُعا به ئې چې كوله هغه به قبليدله) ، هغه حِرص او لالچ په دُنيا او آخرت كښې تباه و برباد كړو. (ملفوظاتِ اعلیٰ حضرت ، ص۳۶۷ ماخوذا) (٨) الله