Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

پاك فرمائي : هغه كس زما په نِزد د ټولو نه مالدار دے څوک چې زما په وركړي شوي څيز باندې د ټولو نه زيات قناعت كوونکے وي. (ابنِ عساکر ، رقم ۷۷۴۰ ، موسیٰ بن عمران ، ۶۱ / ۱۳۹ ملخصا) * قناعت اختيارولو د پاره احاديثِ مبارکه او د بُزُرګانِ دين اقوال اولولئ. * په الله پاك مضبوط يقين ساتئ او په زړه كښې دا خبره هر وخت ياده لرئ چې زما ټول حال الله پاك ويني. * په زړه کښې د آخرت د حساب ويره لرئ او د خپل حالت په تنګئ باندې د آخرت بهتر كولو د پاره صبر کوئ. * داسې خلقو سره اوسيږئ كوم چې قناعت خوښوي او په هر حال كښې د الله پاك شكر ادا كوي. * د مال و دولت د حرص ختمولو د پاره په خپل ذهن کښې د دُنيا د فنا كيدلو او د آخرت د هميشه باقي پاتې كيدونكو نعمتونو نصيب كيدل ياد ساتئ. * د الله پاك نه دُعا هم غواړئ چې هغه په هر حال كښې د خوشحاله اوسيدلو او د صبر و شكر كولو توفيق دركړي.

قِسماقِسم سنّتونه زده کولو د پاره د مَكْتَبَةُ الْمَدِيْنَه دوه کتابونه (١) د 312 صفحو کتاب ’’بهارِشريعت‘‘ حصّه 16 او (٢) د 120 صفحو كتاب ’’سُنَّتيں اور آداب‘‘ او د اَميرِ اهلسنت دَامَـتْ بَـرَكَـاتُـهُـمُ الْـعَـالِـيَـهْ دوه رسالے “ 101 مدنى پهول “ او “ 163 مدني ګلونه “ هديةً واخلئ او اولولئ. د سُنَّتو د تربِيَّت يوه بھترینه ذريعه د دعوتِ اسلامي مَدَني قافِلو کښې عاشِقانِ رسول سره د سُنّتو ډك سفر هم دے.

مجھ کو جذبہ دے سفر کرتا رہوں پروردگار

سُنّتوں کی تربیت کےقافلے میں بار بار

(وسائلِ بخشش مرمَّم ، ص۶۳۵)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                    صَـلَّـی اللهُ   عَلـٰی   مُـحَـمَّد