Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid
هُم زيات كيږي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
د بيان اوريدلو نيتونه
* ښو ښو نِيَّتونو سره د شروع نه تر آخرې پورې بيان واورئ * پوره تَوجُّه سره د بيان اوريدلو نِيَّت اوكړئ * كه قلم او ډائري لرئ نو د اَهَمو نكاتو نوټ كولو نِيَّت هُم اوكړئ.
صَـلُّـوْا عَلَـی الْحَبِیْب! صَلَّی اللّٰـہُ عَلٰـی مُـحَـمَّـد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع د بیان موضوع ده “ د توبے ديني او دُنياوي فائدے “ . په دې بيان كښې به اورو : حضرت سيدنا امام حسن رَضِیَ الله عَنْه د اولاد طلبګار ته د اِستِغفار وظيفه وركړه ، حضرت سيدنا حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هُم د مختلفو حاجتونو د پاره د اِستِغفار كولو فرمائيلي دي. د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اِستِغفار كولو حكمتونه ، د زيات اِستِغفَار فضيلت ، زمونږ خوږ آخري نبـي محمد عربي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته نَبِـىُّ التَّوبَه ولے وائي؟ د دې نه علاوه د نورو ډيرو اهمو معلوماتو اوريدلو سعادت به هُم حاصلوو. په ډيره توجه او د زړه په حاضرئ سره پورا بيان د اوريدلو كوشش اوكړئ ، اِنْ شَـآءَ الـلّٰـه د ډيرو معلوماتو خزانه به په لاس درشي. الله پاك دِ مونږ ته هم د ګناهونو نه پخه او د رښتيني توبه كولو توفيق رانصىب كړي ، كاش! چې داسې توبه رانصيب شي چې بيا رانه هيڅ كله هم د الله پاك نافرماني اونشي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې د ټولو نه اوَّل د مولٰى علي مشكل كشا رَضِىَ