Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid

ذريعه او جوړ به كړي ستاسو د پاره باغونه او جاري به كړي ستاسو د پاره نهرونه.)

(خازن ، نوح ، تحت الآیۃ : ۱۰-۱۱ ، ۴  /  ۳۱۲ ، تفسیر ثعلبی ، نوح ، تحت الآیۃ : ۱۲ ، ۱۰  /  ۴۴)

  حضرت خواجه امام حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې كوم آيتونه تلاوت كړي وو ، د هغې ترجمه هم تاسو واوريدله ، راځئ چې اوس د دې آيتونو تفسير واورو :

    په تفسير صراط الجِنان كښې د دې آيتونو تفسير څه داسې دے : چې كله قومِ عاد د حضرت هُود عَـلَيْهِ السَّلام دعوت قبول نه كړو نو الله پاك د هغوئي د كفر په وجه درې كاله باران بند كړو او ډير سخت قحط راغے او د هغوئي بيبيانې ئې شنډې كړې ، چې كله دا خلق ډير پريشانه شو نو حضرت هُود عَـلَيْهِ السَّلام وعده اوكړه چې كه تاسو په الله تعالٰى اِيمان راوړو او د هغه د رسول تصديق مو اوكړو او د الله پاك په بارګاه كښې مو توبه و استغفار اوكړو نو الله پاك به باران را اُووَرَوي او د هغوئي زمكې به شنې كړي او تازه ژوند به وركړي او طاقت او اولاد به هُم وركړي.

  اے د صحابه او اولياء عاشقانِو! تاسو اوليدل چې حضرت سيدنا امام حسن مجتبٰى رَضِیَ الله عَنْه د قرآنِ كريم [د تفسير] څومره زبردست علم او پوهه لرله ، او د قرآنِ كريم په علومو ئې څومره جور نظر او مَهارَت لرلو. خلقو به مختلفو معامَلاتو كښې د هغوئي طرف ته رجوع كوله او د فيض [يعني برکت] حاصلولو د پاره به د هغوئي په خدمت كښې حاضريدل. دغه شان حضرت حسن بصري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هم د قرانِ كريم [د تفسير] عِلم لرلو او د قرآنِ مجيد د علومو ماهر وو. د دې نه دا هم معلومه شوه چې كه مونږ ته هم څه مسائل او پريشانئ پيښې شي نو پكار ده چې د خپل پير و مُرشِد په خدمت كښې حاضر شو ، د الله پاك نيكو بندګانو ته د دُعا اووائيو ، د خپل جمات عاشقِ رَسُول امام ته هم د دُعا د پاره اُووائيو.