Book Name:Taubah Kay Deeni aur Dunyavi Fawaid
په توبه كولو مونږ ته خپل محبت هُم راعطا كوي ، په سيپاره 2 سورۂ بقره آيت نمبر 222 كښې ارشاد دے :
اِنَّ اللّٰهَ یُحِبُّ التَّوَّابِیْنَ
مفهوم ترجمۂ کنزالعرفان : بيشكه الله ډىر توبه كوونكو سره محبت كوي.
او توبه كولو والؤ ته يو اِنعام هم عطا كوي چې د هغوئي نه عذاب لرې كوي څنګه چې په سيپاره 9 سورۂ اَنفال آيت نمبر 33 كښې ارشاد دے :
وَ مَا كَانَ اللّٰهُ مُعَذِّبَهُمْ وَ هُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ
مفهوم ترجمۂ کنزالعرفان : او الله هغوئي ته عذاب وركولو والا نه دے هله چې هغوئى بخښنه غواړي.
علامه علي بن محمد خازِن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : د دې آيت نه ثابته شوه چې اِستِغفار د عذاب نه په امن كښې د اوسيدلو ذريعه ده.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! تاسو واوريدل چې زمونږ پروردګار توبه كول څومره خوښوي او په توبه كوونكي څنګه رحمتونه نازلوي چې د هغه ګناهونه په نيكو كښې بدلوي او اِستِغفار كوونكي خوښوي او د هغوئي نه عذاب هم لرې كوي. راځئ چې د توبے په فضائلو مشتمل د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د يو څو حديثونو اوريدلو سعادت حاصل كړو ، چنانچه د حضرت سَيِّدُنا اَنَس رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے چې خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد فرمائي : بيشكه د اوسپنې په شان زړونه هم زنګ كيږي او