Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
مُحترمو اسلامي ورونړو! د ثواب حاصلولو د پاره د بيان اوريدو نه مخکښې ښه ښه نِيَّتونه كوو: فرمَانِ مُصطَفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم: ”نِيَّةُ الْمُؤْمِنِ خَيْرٌمِّنْ عَمَلِهٖ“ د مُسلمان نِيَّت د هغه د عمل نه بهتر دے.[1]
مَدَني ګل: نيك او جائز كار کښې چې څومره ښه نِيَّتونه زيات وي هغه همره به ثواب هُم زيات كيږي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
* د شروع نه تر آخره پورې به بيان اورم * عِلمِ دِين به زده کووم او په هغې به عمل کووم *چې زده ئې کړم نو نورو ته به ئې هُم زده کووم * د جُمات او د بيان د ادب خيال به ساتم او په ادب به کښينم۔
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! نن زمونږ د اجتماع د بیان موضوع ده ”د الله پاک په بارګاه کښې د پيش کيدلو ويره “. په دې بيان كښې به اورو * د الله پاک په بارګاه كښې د پيش کيدلو د ويرې په وجه پيرانِ پير غوثُ الاعظم دستګير شيخ عبد القادِر جِيلاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څه دُعا غوښتي وه؟ * د اعمالو تَلَل حق دي * د خوفِ خُدا نه څه مُراد دے؟ * حضرتِ اِبراهِيم عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام به چې کله په لـمانځه اُودريدلو نو څه حال به ئې وو * د الله پاک په بارګاه کښې د حاضريدلو تياري څنګه کول پکار ده * د