Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf
كول، ګناهونه پريښودل او په اِطاعتِ اِلٰهي كښې مشغوليدل هم د اُخروي خلاصي د پاره ډير ضروري دي. د دې بهترينه ذريعه د اميرِ اهلسُنَّت دَامَتْ بَرَکاتُہُمُ الْعَالِیَه عطا كړي نيك اعمال هم دي، په دې باندې عمل كولو سره به مو اِنْ شَــآءالـلّٰـه په زړه كښې د الله پاک ويره پيدا شي، د نيكو كولو او د ګناهونو نه د بچ كيدلو مَدَني ذِهن به مو جوړ شي. هره ورځ د خپلو اعمالو د جائزه اخستلو په ذريعه د نيك اعمالو رساله کښې خانے ډکوئ او د هرې مياشتې په يکم تاريخ ئې خپل ذِمه دار ته د جمع كولو معمول جوړ كړئ اِنْ شَــآءالـلّٰـه د دې په بركت به د دين او دُنيا بيشميره خيرونه په لاس درشي.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د بيان په آخره کښې د سُنَّتو فضيلت او يو څو سُنَّتونه او آداب د بيانولو ثواب حاصلووم. تاجدارِ رِسالت، شَهَنْشاهِ نُبُوَّت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اِرشاد فرمائي: ’’چا چې زما سُنَّتو سره مَحَبَّت اوكړو هغه زما سره مَحَبَّت اوكړو او چا چې زما سره مَحَبَّت اوكړو هغه به جنّت کښې زما سره وي.‘‘ ([1])
سینہ تیری ُسنَّت کا مدینہ بنے آقا جنت میں پڑوسی مجھے تم اپنا بنانا
سِينه مې دِ شي جوړه د سنّتو مدينه خوږه آقا جنّت كښې مې خپل جوړ كړه ګاونډي خوږه آقا
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! راځئ چې! د ميلمستيا سنتونه او آداب د اوريدلو سعادت حاصل کړو: اوَّل درې فرامِينِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ملاحظه كړئ: (1)