Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf
د يوے ګناه د شرمندګئ په وجه ئې د مخ ټوله غوښه اُوريژيدله. * د خوفِ خُدا د كمئ اسباب او د هغې علاج، د دې نه علاوه به نور هُم ډير اهم معلومات د اوريدلو سعادت حاصلوو.
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
په بارګاهِ الٰهي كښې د پيشئ ويره
حضرت شيخ سعدي شِيرازي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: په مسجدُ الحرام كښې څه خلق د كعبةُ الله شريف خوا ته نزدې په عبادت كښې مصروف وو. هغوئي ناڅاپه يو كس اوليدلو چې د كعبے د ديوال له ئې غاړه ورکړي ده او په سلګو سلګو ژاړي او په ژبه ئې دا دُعا جاري ده ”اے الله! كه زما اعمال ستا د بارګاه لائق نه وي نو په ورځ د قيامت ما ړوند را پاڅوې.“
خلقو چې د هغه دا عجيبه دُعا واوريدله نو ډير حيران شو، او د دُعا غوښتونكي نه ئې تپوس اوكړو: اے شيخ! مونږه خو د قيامت په ورځ د مُعافـئ طلب ګار يُو او تاسو د ړوند راپاڅيدلو دُعا كوئ، په دې كښې څه راز دے؟ هغه كس په ژړا كښې جواب وركړو: زما مطلب دا دے چې كه زما اعمال د الله په بارګاه كښې مقبول نه وي نو زه ځكه د قيامت په ورځ ړوند راپاڅيدل خوښووم چې د خلقو په مخكښې شرمنده نه شم. هغه خلقو چې دا عارِفانه جواب واوريدلو نو ډير متاثره شو خو هغه بزرګ ئې نه پيژندلو، نو تپوس ئې ترينه اوكړو چې: ”اے شيخ! تاسو څوك ئې؟“ هغوئي جواب وركړو: ”زه عبدُ القادر جيلاني يم.“ [1]