Book Name:Bargahe Ilahi Mein Paishi Ka Khouf
ويريږي نو زه به ئې په ورځ د قيامت په امن كښې ساتم.“ [1]
اے عاشقانِ رسول! د الله پاک د ويرې نه څه مراد دے؟ د الله پاک د ويرې نه مراد دا دے چې د الله پاك د پټ تدبير، د هغه د بے نيازئ، د هغه د ناراضئ، د هغه د نيولو، او د هغه د عذابونو د ويرې، د هغه د غضب او د هغې په نتيجه كښې د اِيمان د بربادئ وغيره ويرې لرلو ته د الله ويره وائي.[2] لِهٰذا صرف هغه ويره به نجات وركوي كومه ويره ئې چې د الله پاك د نافرمانئ نه منع كړي او د هغه په عبادت او فرمانبردارئ کښې ئې مشغول کړي.
د صِدِّيقِ اكبر د الله پاک نه ويره
اے عاشقانِ صحابه! راځئ چې واورو چې د وړومبي خليفه حضرت سَيِّدُنا صِدِّيقِ اكبر د الله د ويرې څه حالت وو؟ چنانچه
حضرت ابوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْه يوه ورځ د قيامت، ميزان، جَنَّت و دوزخ، د فرښتو د صفونو جوړولو، د آسمانونو د راغونډيدلو، د غرونو د اَلوَتلو، د لمَر راغونډيدلو او د ستورو د شيندي وِيندي کيدلو په باره كښې غور اوكړو. بيا ئې اوفرمائيل: زما د پاره دا بهتره وه چې زه يو شين بوټے وے. څاروي راباندې د پاسه راتلے او زه ئې خوړلے او زه [انسان] نه وے پيدا شوے. نو دا آيتِ كريمه نازل شو. وَ لِمَنْ خَافَ مَقَامَ رَبِّهٖ جَنَّتٰنِۚ(۴۶)[3]
[[مَفهُوم] ترجمهٴ كنزُالاِيمان : او څوک چې د الله په دربار کښې د اودريدلو نه اُوئې ويريدلو د هغه د پاره دوه جَنَّتونه دي]