imam Ghazali Ki Taleemat

Book Name:imam Ghazali Ki Taleemat

هلته عِلمي مُذاکرے کولې ، شرعي مسائل به ئې حل کولې ، بعضې وخت به چې په کومه مسئله کښې د عُلَماء اختلاف وو نو په مُهَذَّبه طريقه به د مناظرے اهتمام هُم کيدلو. امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې کله شاهي دربار ته تشريف راوړلو نو د وزير اعظم په موجودګئ کښې د ډيرو علماؤ سره د هغوئي عِلمي مُذاکره اوشوه ، وزيرِ اعظم چې د هغوئي عِلمي کمال اوليدلو نو ډير خوشحاله شولو ، چنانچه وزير اعظم امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د بغداد په مشهوره جامعه نظاميه کښې د شيخُ الجامِعه عُهده پيش کړه. هغه وخت د اِمام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه عُمر تقريباً 34 کاله وو.

      څلورو کالو پورې امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په جامِعه نِظامِيه کښې درس و تدريس کولو ، دغه وخته پورې د هغوئي د عِلمي شان و شوکت چرچه د لرې لرې پورې خوره شوي وه ، د ملک لوئ لوئ عُلَماء او وزيران او مُشِيران به د هغوئي په درس کښې حاضريدل او د عِلمِ دِين برکتونه به ئې حاصلول.([1])   

      په امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه باندې د الله کريم لوئي فضل و کرم وو ، الله پاک د شروع نه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ته د عِلمِ دِين شوق ، د حق د تلاش طلب او د الله پاک د قُرب حاصلولو شوق عطا کړے وو. امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چې بغداد ته راغلو نو ډير شُهرت ئې حاصل کړو ، د علم په دُنيا کښې ئې لوئي مقام حاصل کړو خو زړه ئې لا تر اوسه پورې بے قراره وو ، چنانچه د کتابونو نوره مطالعه ئې شروع کړه ، آخر چې کله ئې د تصوف کتابونه اولوستل نو زړه ئې د دُنيا نه بيزاره شو ، هغوئي ته معلومه شوه چې د الله پاک قُرب په مُقام او مرتبه او شُهرت کښې نه دے بلکه د دُنيا نه مخ اړولو او د خپل زړه په اِصلاح کولو کښې دے ، چنانچه هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه شان و شوکت ، عِزَّت او مرتبه ، اوچت منصب ، شُهرت


 

 



[1]   فیضان امام غزالی ، صفحہ : 15-22 ، ملتقطاً